اصلي پښتانه ځان
ته د افغانه اولاد وائي.
افغانه د يرميا زوي او
د ساول نمسي وۀ. ساول د عيسي عليه السلام
نه پنځه د
پاس زر کال (1005) وړنبي د حضرت سليمان
عليه السلام سالار وۀ. دوئي وائي چه
د عيسي عليه السلام نه
شپږ سوه کال
وړنبي ځمونږ پلار نيکۀ د کنعان نه ايران
ته راغلل او دې ځاې نه رو رو د هرات
د نمرخاتۀ طرف
ته د غور په غرونو کښ آباد شول. دلته
به ورته خلقو بني افغان
يا بني اسرائيل ويل.
د حضرت سليمان عليه
السلام د زمانې نه يو نيم زر کال پس
ځونږ پېغمبر حضرت محمد مصطفي
صلعم په عربو کښ ښکاره
شۀ او د نبوت
اعلان ئي وکړ. د نبوت په نهم کال د
عربو يو سردار خالد بن
وليد اسلام لاوړ. دې سردار
د غور پښتنو
ته يوه چيټئي
ولېږله او د
پيغمبر آخر زمان صلعم
زيرې ئې ورباند وکړ. د چيټئي
رسيدو سره د غور پښتنو د مشرانو يوه
ډله تحقيق
د پاره عربو ته ولېږله. د دغې ډلې د سردار نوم
قيس وۀ. دلته
چه راورسيدل نو ټول د حضرت خالد بن
وليد په وينا باندې مسلمانان شول.
دا قيس نوم سردار چې د پښتنو د ډلې مشر وۀ، د ساول په اوۀ ديرشمه (37) پوړئي کښ نمسې وۀ. دۀ ته خالد بابا خپله
لور ورکړه.
پيغمبر صلعم دې پښتنو
ته دعا وکړه
او قيس نه ئي عبراني نامه
لرې کړه او اسلامي نوم عبدالرشيد
ئې پر کيښود. دوئي چه څه وخت راروانېدل نو په ډير عزت ئي رارخصت
کړل. او د پښنتو قام ته ئې د ((فتان)) خطاب
ورکړ، چه بيا
وروسته د خلقو په خولې کښيوت او د دې ملک ژبه هم لواړه وه نو د ((فتان))
نه ((پټان))
جوړ شو. فتان
په اسيريا ژبه کښ سګاونړ ته وائي يعني
لکه څنګه چه بيړئي په سنګاونړ چلېږي، دغه سې به دا پټان قام د اسلام بېړئي وچلوي.
پټان
عبدالرشيد چه د خپلو ملګرو سره خپل وطن
غور ته راغې نو په يو څو کال کښ قريب
قريب ټول
خلق مسلمانان شول. چه په
کښ ډير وليان، زبرګان او د مرتبو
خاوندان وختل. د دۀ د دې بي
بي يعني د خالد بابا د لور
نه درې زامن
وشول. د مشر نوم سربون او
د مينځني
بيټان او د
دريم غرغشت وۀ. وائي چه د دې قيس يا عبدالرشيد
بابا د دې دريو
زامنو د اولاد نه څلور سوه قامونه يعني
خيلونه جوړ شوي دي. د پيښور نه تر قندهار پورې پښتانه يعني دراني،
ترين، شيراني، او کهيتران
د سربون د دوه زامنو اولاد
دي. يوسف زي، محمد زي، مهمند،
او داؤدزي وغيره د بيټان اولاد دي.
غلزي، لودهي، او سوري
هم د بيټان
د لور د طرف نه اولاد دي.
د قيس د دريم زوي يعني غرغشت
درې زامن وؤ
او کاکړ،
وزير، شيتک، توري، خټک او اپريدي
وغيره د دغې دريو اولاد دي.
دا چه ما څه وليکل په ځان د پښتنو د خيال ټکي دي. يعني هغوئي دغه
سې وائي او
دا ئې خيال
دې. ليکن ډاکټر بيلوز او نور مورخان
ليکي چه د اسلام نه پخوا
د سرحدي صوبې او د ګير
چاپير علاقې پښتانه
قامونه د يو پکټيان نوم آريه قوم
اولاد دي چه د بدها په دين
ؤو او ژبه ئې ((پکتو)) وه. د دوئي څلور شاخونه دي، اپريټي (افريدي)، سترګېدي (خټک)، داديکي (دادي) او
ګندهاري
(قندهاري) چه په سپين غرۀ کښ، سليمان غره کښ، د اباسيند
په کندو کښ،
او د کابل د سيند قطب ډډي ته، د پيښور په کنده،
او د دې نه
د قطب اړخ
په غرونو کښ آباد ؤو.
مشهور تاريخ ليکونکښې هيروډوټس
ليکلي دي چې د عيسي عليه السلام نه
درې سوه اوۀ کال وړنبې چه
سلطان سکندر په هندوستان
باندې حمله
وکړه نو دلته
هم دا پکټيان
نوم قام موجود وۀ.
د عيسي عليه السلام
په اتمه صدي کښ دې اصلي
پښتنو د عربو
د خليفګانو
جنډې لاندې د دين ښورولو په جوش کښ غور او قندهار
طرف ته کوچ وکړ او دلته ئې د بود مزهب ګندهاري قام سره مقابله
وشوه. پښتانه
ډير لږ ؤو نو د هغوئي
ئې څه ونۀ کړې شول او پخپله
ئې هم د هغو
ژبه يعني پښتو راواخسته. او د هغو
نه ئې ودونه
کوژدنې وکړې او آخر ئې هغوئي ټول په اسلام مشرف
کړل. په دې شان د پښتنو اصلي قام چه په
کښ د يهوديانو،
ايرانيانو او د عربو وينه
هم ګډه شوي وه،
د ګندهاري
قام سره ګډګا
ډيره شوه.
يوسف زي، مهمند، ګيګياني،
ترکلانړي،
داؤدزي، خليل، محمد زي،
او شنواري وغيره هم د دې ګندهاريانو اولاد دي.
د عيسي عليه السلام
په لسمه صدې کښ يعني 1000ء
کښ سبکتګين په هندوستان
حمله وکړه.
او دا وړنبي
ځل وه چه
د پکټيان
قام په علاقو کښ د ترکي نسل قامونه
هغه ځان
سره راوستل.
د سبکتګين نه پس د ده زوئ محمود
غزنوي اپريدي، په اسلام
مشرف کړل.
هغه ځان
سره يو غلزي نوم ترکي نسل
راوست چه ډير
جنګيالي قام
وۀ. هغو جلال
آباد او قلات غلزي فتح
کړل او نمرخاته
غر پريواتۀ ته ښواړۀ شول. محمود غزنوي
ځان سره يو
بل کوهستاني قام هم راوستې وۀ. چه هغو ته رهيلي وائي.
دا قام په هغه ټولو علاقو کښ ښور
شۀ چه کومې فتح شوي وي. د
اوده په ضلع کښ روهېلکنډ نوم ښهر هم د ده په نامه
باندې نومړي دې.
په 1200ء کښ د غور د پښتنو لاس ته بيا بادشاهي
راغله او هغوئي په هندوستان
حمله وکړه
او د پکټيان
ټول پاتې شوي قامونه
ئې مسلمانان
کړل. او هغو
سره ئې ودونه
کوژدني وکړۀ راکړۀ
وکړل. په دې شان سره ټول پټان قام مسلمان شۀ. او بيا د پښتون قام په ډيره مړانه سره په هندوستان
وروخوت. او په دنيا کښ ئې د اسلام جنډه اوچته کړه او ځان
ئې د خپل پيغمبر
صلعم د خطاب (پټان) اهل ثابت کړ او د هغه په مبارکه
ګفته باندې ئې د تصديق مهر ولګاوۀ.
د سرحد او د غيرو علاقو
پښتانۀ د هر چا اولاد
چې وي، ليکن
کوم خدمتونه چه دوئ د پيغمبر
صلعم د دين ښورولو کښ کړې دې، هغه لکه د نمر ښکاره دې. او تر قيامت به په
دنيا کښ يادېږي. د دې دروند قام هر يو سړې که په خپلو قومي
خدمتونو باندې هر څومره
غاوره شي، نو په ځائ دې. او
چې د کوم قام
د مشرانو د خدمت او د همت
دایې روايتونه
وي، نو هغه هيچرې نه شي ورکېدئ.
يه پښتون
ستا په مور د لا رحمت شي
چه داسې زوئ
ئې راوړي دي.
اسلام په راستې وۀ پر روان شوي.
اسلام غريب وۀ تا ئې غريبه ورځ قبوله کړه.
اسلام بې آسرې وۀ تا ئې ملګرتيا
وکړه.
ظالمانو په تا ظلم
وکړ تا سونړ ونه کړ.
غټو
غټو مغرورو
او متکبرانو ته ستا سر
ټيټ نۀ شۀ، او آخر دې د توري نه تير
کړل