JAGDALAK

Picture

Home | Pukhtana | Islam | Picture | Ring tones | Poetry | Music | Softwares

Niamatullah Stanekzai
 

تصاوير زيباسازی ، كد موسيقی ، قالب وبلاگ ، خدمات وبلاگ نويسان ، تصاوير ياهو ، پيچك دات نت www.pichak.net

     

 تصاوير جديد زيباسازی وبلاگ , سايت پيچك » بخش تصاوير زيباسازی » سری ششم www.pichak.net كليك كنيد

 

خټك تر مرګه پورې ستا لارې ته بيا بيا كتل 

منزل به نېغ و، خو مزلو كې كږې كيسې دي 

 

     زړه     

عكس و تصاویر زیبا برای زیباسازی وبلاگ شما -------------- بهاربیست دات كام ------------- BAHAR-20.COM ------------ عكس تصاویر زیباسازی وبلاگ فارسی      بهترین تصاویر در بهار بیست www.bahar-20.com       عكس و تصاویر زیبا برای زیباسازی وبلاگ شما -------------- بهاربیست دات كام ------------- BAHAR-20.COM ------------ عكس تصاویر زیباسازی وبلاگ فارسی 

مـــــه ولـــه ښــيــښــه پــه کــاڼو مه وله 

دا پــاکــه کــعــبــه پــه کــاڼـو مـه ولـــه

تـــږى پــاتـــې تـــږى دى زاهــده پــــام

ډکــه مــيـــکـــده پـــه کـــاڼـــو مـه ولـه

  بهاربيست                   www.bahar-20.com     بهاربيست                   www.bahar-20.comبهاربيست                   www.bahar-20.com

 

معشوقه

ته معشوقه هم لرې!؟
ووايه نوم يې څه دی!؟
ما وې زما معشوقه شعر نوميږي
د مور له مينې آن د خدای تر پولې 
ورسره مينه کوم

فال عشق

آسمانه ته ووايه
داسې عاشق او معشوقه به هم وي؟
چې لکه شعر خوږه وي
دمور له مينې آن د خدای تر پولې
راسره مينه وکړي!؟
 

 پيرمحمدكاروان     

                    

بهترین و جدیدترین خدمات وبلاگ نویسان جوان                www.bahar-20.com 

وايي اغيارچې ددوزخ ژبه ده  

زه به جنت ته له پښتو سره ځم   

 

زما دژوند لاره ده وركه اوس په كومه لاړشم

ويجاړ هيواد ته فكر وړى يمه څه وكړمه

 

 تصاوير زيباسازی ، كد موسيقی ، قالب وبلاگ ، خدمات وبلاگ نويسان ، تصاوير ياهو ، پيچك دات نت www.pichak.net

څلوريځه  

ته مې ژوندون ته مې جانان ته مې ارمان يې دزړه

خورمه قسم ته مې هرڅه او ټول جهان يې دزړه

دژوندانه هره شيبه مې ستا په غم تيريږي

    ته ښايسته ستورى په شين ښكلى اسمان يې دزړه 

    

 

څلوريځه

شمعې چې ځان نه لمبې پورته كړلې

دخلكو سترګې يې خپل لورته كړلې

پتنګ په ځان پوه نشو خواله ورغى

دواړه وزرې يې پرې ګورته كړلې

 

 

 

 

اصيل پښتون پښتونستان خوښوي
چې پښتون نه وي پاکستان خوښوي

 

دغه شېبه وګوره

د غيرت و محبت مې فلسفه وګوره
سوى مې زړګى داسيا په سينه وګوره
دلته تويې شولې وينې دچنګېزوتيمور
دزخمي وطن هردردهره لمحه وګوره
خداى خبرچېرې مودكندو په سركور وهلى
سېلى طوفان وزلزلې خوب د ميلمه وګوره
پښې مودي ماتې د ژورونه چه لار لټوو
څه فاصلې نه وي زګروى تل كې خېمه وګوره
ګل دومره وژړل په غم كې يې سرونه كېښول
ګلونه څه شول شبنم يې په څېره وګوره
مجنون وفا وكړه اسمان ته په وفا وخاته
افغانا ولې واپس شوه وفا خپله قصه وګوره
خزانونه خوراغلي د بهار په طمع، طمع
نصيب موتياره شوى تقدير يې په ډېوه وګوره
نورنومونه هېر كړه د يو افغان په نوم شه
پښتون اوفارسيوان څه رحماني دغه شېبه وګوره

 

خاوره يې د سرو ده

 

خاوره يې د سرو ده  هر يو کاڼی يې مرجان دی

زه چې  پرې  مين يم  دا  هغه  پښتونستان  دی

دې  کې  اپريدي  اوسي
دې  کې اورکزي  اوسي

دې کې دي خليل مومند
دې کې يوسفزي اوسي

دې  کې  مموزي  اوسي ،  ددې خوړل  ډېر  ګران  دی

زه چې  پرې  مين يم  دا  هغه  پښتونستان  دی

دا د خوشحال خان ګلشن
 دا د ميرويس خان ګلشن

دا د  در يا خان  ګلشن
 دا د ايميل  خان   ګلشن

باسي ترېنه زاغ زغن، ماليار يې باچا خان د
زه چې پرې مين يم دا  هغه پښتونستان دی

دې کې ښه زلميان اوسي
دې کې شنه زمريان اوسي

دې  کې  ښه خانان اوسي
دې   کې  نوابان  اوسي

دې کې صمد خان اوسي، غليم ترې په لړزان دی
زه چې پرې مين يم دا  هغه پښتونستان دی

خدای دې باجوړي لري          خدای دې چترالي لري

تل دې وي وزير مسيد
خدای خو دې ساپي لري

خدای دې اڅکزي لري، زړګی مې پرې روښان دی
زه چې پرې مين يم دا  هغه پښتونستان دی

 

يارګرم نه دی

ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه دی
پخپل لاس مې زړه بايللی يار ګرم نه دی

ما چې زړه پخپل لاس ورکه خپل حبيب ته
که يې ساتلی که يې داغلی يار ګرم نه دی

د عاشق زړه د معشوق د لاس مڼه ده
که يې بوی کړی که خوړلی يار ګرم نه دی

هر عاشق د معشوقو د در غلام  وي
که يې شړلی که يې بللی يار ګرم نه دی

لکه مار هسې په ما يې ګذار وکړ
تا پخپله مار ساتلی يار ګرم نه دی

يار ګرم نه دی يار ګرم نه دی "ملنګ جانه"
چې تا نه وو پېژندلی يار ګرم نه دی

 

ځوانۍ سره شهرت.....

ځوانۍ سره شهرت د ننګ او نام مزه کوي
ټټر په لار د قوم په وينو رنګ مزه کوي

يا ژوند د خپلواکۍ ښه دی يا مرګ د شرافت
ميدان کې د سرباز د توري شرنګ مزه کوي

که ژوند ابدي غواړئ د خپل قوم په مخ کې مړه شئ
بيرغ د شهيدانو رنګارنګ مزه کوي

ځوانان ښايي په توره چې د ننګ توره په ملا کي
د پېغلو په سينو لاچي لونګ مزه کوي

چې واک يې د پردو وي که قبا يې وي د زرو
د هغه نه زوړ کند د يو ملنګ مزه کوي

د ځان غوښې کړه ويلې قوم ويښ کړه ملنګ جانه

دا ستا غوښې وريتې لکه پتنګ مزه کوي

 

ورځ مې شوه

ورځ مې شوه په انتظار شپه په سودا
ورځ کې هغه ژړوي مې شپه کې دا

لږ خو وخت د کرارۍ زما معلوم کړه
دا خو نه کيږي چې تل تر تل ژړا

ستا په خوښه که ژړيږم باری خير دی
مګر نه د رقيبانو په سلا

ستا په ور کې چې غماز تور مخ ښکاره شي
لکه څوک چې په مسجد ويني ترسا

ستا په سر باندې ما کور ور کلی پرېښود
د مجنون په شانې ګرځم په صحرا

ستا په سر باندې ما ټول اقربا پرېښول
يه کمبخته مآوره ته د اقربا

ياره زه ملنګ جان ستا مينې احتياج کړم
کنې ما کله احتياج کاوه د چا

 

سر مې جار ستا له نامه

سر مې جار ستا له نامه پښتونستانه 
 ستا نوم مې نقش شوی په ځيګر دی

پښتانه به ژوندون څه کړي بې له تانه
هر يو ايښي ستا په مينه مال وسر دی

سر مې جارشه ستا د لوړو لوړو غرونه
 له غيرته چې هر يو جګ تر اسمان دی
صدقه شم ستا د ګرانو پښتنو نه
چې منلۍ ستا خدمت په ټينګ ايمان دی
دښمن کله بری وړی شي له هغو نه
 که هر څو مکر و فريب کې پهلوان دی

ميړنو ګويا ښکاره کړ له ميړانه
ځکه سور بيرغ هر ځای کې لروبر دی

په هر ځای کې چې اصيل پښتون زاده وي
خاص الخاص پښتونستان له خدايه غواړي
هغه څوک چې بې غيرت حرامزاده وي
ټيټې سترګې به د بل لور ته ولاړ وي
اولاده به يې پس له مرګه شرمنده وي
د وګړو د پېغور ځنې به ژاړي

خپل اولاد ته پيغور نه پريږدي له ځانه
 هغه څوک چې د سوچه پښتون پسر وي

نارينه توب د پښتنو طبعي عادت دی
بلې بلې چې رښتيا سره پښتون وي
دوی ليدلي د ازاد ژوندون لذت دی
مرګ يې بولي چې محکوم د دوی ژوندون وي
څه ناڅه که يې په کور کې عداوت دی
خو دښمن د پاره بيا په يو تړون وي

پښتون نه دی په شا تللی له ميدانه
ټول جهان و ته ښکاره لکه د لمر دی

چې خپل واک او اقتدار يې د ځان نه وي
که نواب وي صدقه شه ما ملنګ نه
عاجزۍ کې څه پروا د انسان نه وي
خدای دې مانه کړي عاجز له نام و ننګ نه
چې په مال و سر ايسار په ميدان نه وي
جار قربان شه د پښتون د تورې شرنګ نه

خو زما ملنګ جان زړه دی پرې روښانه 
نن د هر زلمي په لاس د ننګ خنجر دی
 

 

صوفي شاعر خدای بخښلی عبدلرحمان بابا

که صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا

کل جهان د محمد په مخ پيدا شو
محمد  دی د تمام جهان  ابا

نبوت په محمد باندې تمام شو
نشته پس له محمده انبيا

نور هاله د محمد وه په جهان کې
چې بوی نه وه د ادم او د هوا

په صورت کې اخرين دی پيدا شوی
په مانا کې اولين دی تر هرچا

خدای يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا

که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی
محمد دی د همه واړو پېشوا

چې يې دين د محمد دی قبول کړی
حبشي دی، که فاسق دی که تارسا

محمد د ګمراهانو رهمنا دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا

که رڼا ده پيروي د محمد ده
که نه نشته په دنيا بله رڼا

محمد د بې چاروو چاره ګر دی
محمد دی هر دردمند لره دوا

زه "رحمان " د محمد د در خاکروب يم
که مې خدای نه کا له دې دره جدا

 

چې له تاسره په سر کاندي سودا
بل به نه وي هسې ما غوندې شيدا

نه به ما غوندې شيدا وي په جهان کې
نه به تا غوندې دلبر شي بل پيدا

ما په صبر تا په جور او جفا وکړه
ولې نشي د ژړا په ځای خندا

بې دا ستا له مخه کون دی که مکان دی
ښه توښه مې نه په دا شي نه په دا

جدايي به دې هيڅ رنګ قبوله نکړم
څو مې نه وي روح کالبوت سره جدا

لکه وروستو مقديان وړاندې امام وي
ما په تا پسې ده کړې اقتدا

زه يو نه يم درست جهان په تا مين دی
که بادشاه دی ددې دهر که ګدا

کشکې خط دې مانيه وما راکړې
چې له ماسره وعده کړي د فردا

زه پخپله په تا نه يم مين شوی
ستا له رويه په ما شوې ده ندا

زه په تا باندې مين يم له ازله
نه چې کړې مې نن ورځ ده ابتدا

چې دا ستا د عاشقۍ په تيغ شهيد شم
د " رحمان " غاړه به هله شي ادا

د "رحمان " و زيړي رنګ وته نظر کړه
چې مدام په تاپسې کاندې ژړا

 

دا شان وي دل ازار ستا
څه ښادي به کاندي طلبګار ســــتا

حيف چې اورېدی شي ليدی نشي
حسن لطافت دې پريوار ستا

بيا دوباره نه ګوري وبل ته
هر چا چې ليدلی دې رخسار ستا

خدای زده چې ته يار د کوم يوه يې
هر طرف ياران دي صد هزار ستا

ځای د پښو ايښودو مونده نشي
هومره عاشقان دي په دربار ستا

بل هسې نه وي که يې خدای کا
ما غوندې خاکسار او هوادار ستا

عشق له حسنه، حسن دی له عشقه
ته نګار زما يې، زه نګار ستا

ته زما مطلوب يې زه طالب يم
ته زما طبيب يې زه بيمار ستا

ته که تازه ګل د نوبهار يې
زه يم عندليب په لاله زار ستا

جور که جفا ده که ستم دی
واړه مې منلي دي يکبار ستا

جور په چا څوک په بها پيري
زه يم د جورونو خريدار ستا

يو تار که ضايع شي ستا د زلفو
ځان به صدقه کړم تر هر تار ستا

سل ازمايښتونه دې راوکړه
حيف دی چې لا نشي اعتبار ستا

تېر يم زه "رحمان " له هره کاره
اوس مې ملا تړلې ده په کار ستا

 

د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه

رحمت شاه "سائل"  د امين ګل  زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل  کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.

د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.

۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.
۲-
سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.
۳-
د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو بله ټولګه.
۴-
د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.
پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب نورې ټولګې هم د چاپ لاندې دي.

له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه

 

 

 

د سائل صېب لنډ ژوندليک

نن يې راته ووې چې دا ستا د اوسېدو نه دی
دا د ښکلو کلی دی دا ښار د لېونو نه دی

ستا او د ګل مينځ کې لا سائله ډېرې دښتې دي
تا لا د اغزو نه قدم ايښی په لمبو ندی

 

کــــــــابـــــــــل

ما لا کابل لیدلی نه دی ،ما کابل ونه لید
خو دغه ښار زما د مستو لېونو خوبونو
د ښاپېریو ښار دی

زما د مینې د جمال او رنګینو ښار دی
تیرو نیولی دی خو ښار د پلوشو ښار دی
د خاموشۍ دیوان پرې ناست دي ګني
د شور او شر ښار دی
د پېغلو ښار دی د زلمو ښار دی
ماضي پرستو سادګانو ته په لاس ورغلی
ګني دا ښار د مستقبل د لېونو ښار دی

د خاموشۍ پیریانو
یې هر ګوټ پیر نیولی
ګني دا ښار خو د ژوندون د تماشو ښار دی

ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل اونه لید
خو د دې ښار د حسن
قیصې مې ډېرې اوریدلي دي په زړه مې لیک دي
دا ښار د ډېرو ژوند پرستو ګلالو ښار دی
دا د سندرو او ټپو ښار دی
دا د سازونو او نغمو ښار دی

ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید
خو اوریدلي مې دي
چې د آسمان ستوري له دې ښاره رڼا اخلي
خو اورېدلي مې دي
چې د هلمند او قندهار سپرلي
د ده له ګلو نه خندا اخلي
خو اورېدلي مې دي
چې دلته څوک راغلي
سودا یې واخلي چې سودا واخلي

دا لېونی ښار دی
زما نه ما، له تا نه تا واخلي
ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید
خو د کابل تصویر زما په زړه کې
خدایزده د څو پېړیو
راسې په خوب اوده دی
داسې اوده دی لکه چاته چې جانان په څنګل
د ډېر شوګیر نه پس اوده پاتې شي
او ویښول یې خپل مین ته له نیمګړي خوبه
یوه ګناه ښکاري
یوه عظیمه ګناه

خو چې د خوبه به ویښیږي کله
کله چې ویښ شي او په زړه مې غزونې وکړي
دا غزونې که مې زړه وران نه کړي
ودان به څنګ پاتې شي؟

دا نالیدلي قیامتونه زه لیدل غواړمه
دې زلزلو ته خامخا غاړه وتل غواړمه
خو- ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید

ما لا کابل لیدلی نه دی خو زما سندرې
کابل لیدلی په کابل کې غږېدلې هم ده
ما لا کابل لیدلی نه دی خو زما غزلې
دردونه تلي په کابل کې ګډېدلي هم دي
خلکو لیدي اوریدلي هم دي

زلمو دسترګو په تک سور خمار کې
دوی لمبولي هم دي
پېغلو د خپلو اننګو خالونه
پرې ورشیندلي هم دي

زما سندره د کابل د پرهرونو ژبه
زما سندره د درد څړیکه د دردونو ژبه
زما غزل د هرې پېغلې هوسۍ
په ګوټ پیرونو د کتو انداز
زما غزل د هرې پېغلې د نم ناکو سترګو
په آئینو کې د زخمونو سینګار
لویو وړو پېژندو
پېغلو زلمو پېژندو

دغه آواز او ترنم او نغمګي به پېغلو
دغه حسرت دغه ارمان او دغه سوز به لمو
راټولوو د زخمي زړونو د ټکور لپاره
پېغلو به اخستو الهام ترې د خپل شور لپاره

ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل اونه لید
خو. . . .
زه خپل غزل خپلې سندرې د کابل په ښار کې
په داسې داسې ګوټ پیرونو ګرځولی یمه
لکه په هره لار چې تلی یمه
لکه چې هرې افسانې ته رسېدلی یمه
لکه چې هرې ښکالو
هرې سلګۍ هر اسویلي په مخ وهلی یمه
ګام په ګام ،ساه په ساه په چیغو ژړیدلی یمه

 

پښتون يمه

خوښ د پښتونخواه په ميکتون يمه ............................پښتون يمه
خاورې به مې م وايي چې پښتون يمه
..........................
پښتون يمه

                                                            * * *
ته په سور سالو کې لکه ګل نغښتې راغلې يې
.....................زه پخپلو وينو کې ګلګون يمه ...............پښتون يمه
سود مې په بل نه شي خپله يو بڅری خاوره هم
...................زه ګوره په دې هکله قارون يمه ................پښتون يمه
مړ به يم خو هر د زړه پرهر به مې خندا کوي
.................. زه د وفا تخم يم ژوندون يمه ................. ...پښتون يمه
زه ورکېدی نه شم د جانان د جبين لمر يمه
................. څيره د ادراک د سباوون يمه .....................پښتون يمه
زه د بل نه تمه د سزا او قضا نه کوم
................ زه اثير د خپل ننګ د قانون يمه ..................پښتون يمه
مونږ سندرې نه وايو محبوبې د پردو سترګو
...............زه د پښتنو سترګو مجنون يمه .....................پښتون يمه
سپک نظر يې هم سترګې درندې شي چې راوګوري
.............. زه خدای زيږولی هسې درون يمه ..................پښتون يمه
تل پکې د ژوند د ازادۍ سندرې اړوم
.........زه شپېلۍ د خپل فکر د شپون يمه.......................پښتون يمه
زه تاريخ د خپل ادراک او خپلې فلسفې لرم
..........زه د خپلې خاورې افلاتون يمه ..........................پښتون يمه
چاته دې څوک نه وايي ما ټوله دنيا پېژني
.............زه خپله عنوان خپله مضمون يمه ....................پښتون يمه
منمه چې وخت له خپلې پاڼې شوکولی يم
.............زه د خپل وجود د تار تړون يمه .......................پښتون يمه
دا چې دې همه دنيا خوړلی وخت په وخت يمه
...........ښکلې يمه، خوږيمه ترسکون يمه .....................پښتون يمه
وخته که تا نن په خپله خاوره رېژولی يم
................زه به پرې سبا ﻻ رازرغون يمه..... .................پښتون يمه
داسې پامته دارهم د سپرلي دموسم نه يمه
...........ګل د خپل پرهر د ځيګرخون يمه ......................پښتون يمه
ما به دحالاتو پېچ و خم نه کړي ادل بدل
.................زه خپله استازی د بدلون يمه.......................پښتون يمه
بل خوا تللی نه يمه په خپل وطن کې ورک يمه
...........رابه شم د خپل ځان په لټون يمه.........................پښتون يمه
وخته ځه ته ښه لوبې په زړه د (سائل ) وکړه، خو
...........زه پوی په مطلب د زړه چاودون يمه....................
پښتون يمه

 

 غزل

لکه د اوښکې زړه ژور نه لري
داسې موجونه سمندر نه لري

تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟
دلته خو څوک داسې هنر نه لري

په څومره خلکو کې تنها وي سړی
چې زړه لري او د زړه سر نه لري

په خوله خو اوس هم خلک مینې کوي
په شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري

مازدیګری په زړه د ننه ژاړي
پېغلې منګی لري ګودر نه لري

ستا د خبرو د منطق نه لوګی
وزن بلا لري ، باور نه لري

قیصه زما د مستقبل
سائله
چې شپه لري څنګ به سحر نه لري


 

غزل: پکتيانۍ
کاواکه يې روان چرته په منډه لېونيه
خوړلی شي دنيا واړه په ټنډه لېونيه
وطن  مو رانه سرو کفارو واړه لاندې کړی
راځه په جنګ کې واخلو دواړه ونډه لېونيه
له مانه خوبه ته او ستا په سر دنيا شي پاتې
له تانه به څه پاتې شي لونډه لېونيه؟
ثواب دې يوه زره هم زما د مينې نصيب نه شو
آزار دې رانه يوړو لويه پنډه لېونيه
د کلي خلک دې وژني ته له ځانه خبر نه يې
په منځ د کلي مه راځه پر څنډه لېونيه
جنت ته دې پرې نه بيايم خوقدر يې لږ زده کړه
خوله مې ده پر زېړه زنه پنډه لېونيه
درتلمه پکتيانۍ په تورو غرونو ستا ديدن ته
بلا مې د دستور وه راته خنډه لېونيه.
 
 

سپوږمۍ مې بېګا وليده بربنډه لېونۍ
آدې ته مې وروکړله ژر منډه لېونۍ
خاونديې د خپل زوی په بدو مړ کړو ترېنه چا
په کلي کې يې بولي خلک کونډه لېونۍ
له زاڼوکټوري غوښتل و، تا نه د وفا
زه هسې درته هاغه ورځ وم رنډه لېونۍ
نارې مې خوب کې تا او کلي ټولو اورېدې
ولاړه وم د سيند په لويه څنډه لېونۍ
په پښو باندې به لوڅ يې پر سر به دې کفن وي
ځارېږې به له خپلې غونډې منډې لېونۍ
ګيله له بې وفا اشنا نه مه کړه پکتيانۍ
ازل کې يې ليکلي ستا پر ټنډه لېونۍ.

سترګي دې مه پټوه

رياض تسنیم ته

سترګي دي مه پټوه ، سترګي دي پرانستي نيسه
د شعر ډيوه تته ده نور غواړي رڼا غواړي
بلا لفظونه زمونږ مخي ته ګونګي پراته دي
ستا د نظر له کتابونو نه معنا غواړي

د ناروغۍ بلا دي واخلمه ناروغه مه شي
ځان کي همت پيدا که ، ځان کي حوصله پيدا که
داسي په نه خبره زړه مه وهه ، مه پريوزه
د پريوتو پر وخت په ځان باندي تکيه پيدا که

په داسي وخت کي چي لمبي مي پر وطن بلي دي
تا سر ته کيښوده بالښت، بي غمه خوب کوي
چي د ليلا وطن پرهر شونډو ته هيڅ نه ليکي
په کومو سترګو بيا دعوه د مئينتوب کوي

د زړه د داغ ډيوه دي بله ساته ،مړه يي نه کړي
د شاه ځلمو سترګي بي اوره ، بي سندرو نه شي
د تخيل د راګ تارونه دي لږ وشرنګوه
چي پښتنه فضا بي شوره ، بي سندرو نه شي

که ملائکي هم راځي ورسره لاړ نه شي
ګوره د سوات د درد تصوير درنه نيمګړی پاتي
هلته جنت کي به دي خپل روح په عذاب کړي چي
د باجوړ د پيغلو وير درنه نيمګړی پاتي

دا د ملا او د لالا دغه بي ننګه لوبه
د شعر په ژبه تاريخونو ته سپارل غواړي
چي د الله لپاره خلک په جومات کي وژني
دي بي شعورو کي شعور پيدا کول غواړي

لکه (( صابر )) به مو په نيمه لار کي نه پريږدي
د شعر کاروان تر خپل منزله رسول غواړي
لکه (( سليم )) د مرګ پڼو ته به زړه نه ښه کوي
د هنر لار ده ، په تڼاکو پښو تلل غواړي

ای د غزل د زړه د داغ په شانته ويښ شاعره
پښتون ټبر له درانه خوبه ويښول غواړي
د لراوبر وطن شليدلی تار په تار ګريوان
د ګلابونو په وږمو باندي ګنډل غواړي

نو ته راپاڅه او زخمونه په هنر وتړه
توره په ننګ د ملاکنډ او پيښور وتړه
زما د لاس په درليږلي رومال سر وتړه
د مرګ بلا دي د دښمن د کور په ور وتړه

Playing the piano; Size=130 pixels wide

Here are some members enjoying the piano.

Picture

Let us know if there are any events or updates you would like to share with fellow members.

BACK TO HOME PAGEJAGDALAK